د لاسرسي ځای

تازه خبر

د “مردانوال خلق” نومي سازمان هلي ځلي


مردانوال خلق
مردانوال خلق

د مشال راډیو په اونیزه خپرونه – د ځوانانو ږغ کې مو دا اونۍ د خیبر پښتونخوا د مردان د سيمې له داسې ځوانانو سره خبرې کړي دي

د مشال راډیو په اونیزه خپرونه – د ځوانانو ږغ کې مو دا اونۍ د خیبر پښتونخوا د مردان د سيمې له داسې ځوانانو سره خبرې کړي دي چې وايي په خپله سيمه کې د اختر پر موقعه د هغو نوي (۹۰) ماشومانو پر مخ خندا را وستل غواړي چې د مردان په يوه يتيم خانه کې ژوند کوي .

باسط خان او محمد جنېد مندوري چې د - مردانوال خلک - په نامه د ځوانانو د تنظيم مشري کوي وايې د اختر پر ورځو به دغه يتيمان سيل ته بوځي ، تحفې به ورته اخلي او خپل اختر به له دوي سره مانځي.

همداراز محمد جنېد د خپل تنظيمي هلو ځلو په نتيجه کې پنځه وارې په نړيواله کچه د پاکستان نمايندګي هم کړې ده.

د ځوانانو په ياد تنظيم کې نرښځيان ،اقليتونه او معزوران هم نمايندګي لري.

د ځوانانو ږغ خپرونه دلته اورېدلای شئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG