د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلرېز درې پوستې نيول شوې او دېرش وسله وال پکې وژل شوي


Afghanistan - Afghanistan map, 03 November 2014
Afghanistan - Afghanistan map, 03 November 2014

د افغانستان د ميدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له تېرو دريو ورځو راهيسې طالب وسله والو د سيمو پوليسو پر څو پوستو بريدونه پيل کړي او په مسلسله توګه د دواړو غاړو تر منځ نښتې روانې دي.

کابل: د افغانستان د ميدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له تېرو دريو ورځو راهيسې طالب وسله والو د سيمو پوليسو پر څو پوستو بريدونه پيل کړي او په مسلسله توګه د دواړو غاړو تر منځ نښتې روانې دي.

په تېرو دوو ورځو کې وسله والو د دغې ولسوالۍ نهه امنيتي پوستې نيولې وې، خو په تازه نښتو کې ورڅخه درې پوستې بيا نيول شوې او ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جلرېز کې د طالبانو او سرتېرو تر منځ په نښتو کې تر شنبې د پنځوسو تنو په شاو خوا کې طالب وسله وال وژل شوي او يا هم ټپيان دي.

په دې سربېره، د سيمه‌ييزو پوليسو غاړې ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو سرتېري وايي، له سقوط شويو نهو پوستو څخه يې، درې بېرته نيولې او تر هغو جګړه نه بس کوي، تر څو چې يې ټول طالبان شړلي او پوستې نيولې نه وي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، تر اوسه پورې په دغو نښتو کې دېرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شاو خوا شل تنه نور ټپيان دي.

په وژلو شويو وسله والو کې درې تنه د طالبانو سيمه‌ييز جنګي قومندانان هم شامل دي.

خوګياڼی وايي، دا مهال عمليات په دې خاطر ورو ورو روان دي چې عامو خلکو ته پکې کوم ځاني زيان وا نه وړي.

په دغو نښتو کې تر اوسه پورې اتلس تنه سيمه پوليس هم وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

تر دې وړاندې ځينو رسنيو راپورونه ورکول چې ګواکې ولسوالۍ سقوط کېږي او ګڼ شمېر سيمه‌ييز پوليس پکې محاصره دي، خو سيمه‌ييز چارواکي دغه ټولې ادعاوې بې اساسه بولي.

طالبانو تر اوسه پورې د وروستيو نښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو پرون يې په دغه سيمه کې د سرتېرو د يوې الوتکې د راغورځولو ادعاوې کولې.

XS
SM
MD
LG