د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسي جرګه د دفاع وزارت کاندید ته رایې ورکوي


د افغانستان ولسي جرګه به نن(شنبه) د دفاع وزارت کاندید معصوم ستانکزي ته د رایې ورکونو پروسه ترسره کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل چې ښاغلی ستانکزی به لومړی خپل کاري پروګرامونه بیان کړي او بیا به د تایید یا رد لپاره د ولسي جرګې وکیلان رایه ورکړي.

د دفاع وزارت لپاره کاندید معصوم ستانکزی تېره اوونۍ په رسمي توګه د ولسمشر د مرستیال سرور دانش له خوا دې جرګې ته معرفي شو .

ښاغلی ستانکزی په داسې حال کې د افغانستان دفاع وزیر په توګه خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته بیانوي چې د ولسي جرګې اکثرو وکیلانو په خپلو نننیو خبرو کې په امنیتي وضعیت انديښنه وښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG