د لاسرسي ځای

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۲۴وسله وال وژل شوي


افغان امنیتي چارواکي وايي په بېلابېلو ولایتونو کې افغان ځواکونو په خپلو عملیاتو کې۲۴ وسله وال وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن(شنیبه) په یوه بیان کې ویلي چې دا وسله وال په بغلان، تخار، کندوز، کندهار، ارزګان، هرات او هلمند ولایتونو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا وژل شوي او ۴۱ نور یې ټپیان دي.

د بیان له مخې په دغو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان پوځیانو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG