د لاسرسي ځای

جاپان د قبایلي سیمو د پر مختیایي پروژو لپاره ۵۰ لکه ډالره ورکوي


جاپان له پاکستان سره په يوه دستاويز لاس ليک کړي چې ترمخه به يې دا هېواد د پاکستان په قبايلي سيمو کې پرمختيايي پروژو۵۰ لکه ډالره لګوي.

دا خبره د جمعې پر ورځ د پاکستان د خوراک وزارت لخوا په جاري شوې خبرپاڼه کې شوېوه.

خبر پاڼه زياتوي د ياد دستاويز د لاس ليک په موقعپاکستان کې د جاپان سفير، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکيلې د ادارې استازی او د پاکستان د خوراک وفاقي وزير هم موجود وو.

په دې موقعد جاپان سفير ويلي دي چې ملک به يې د قبایلي سيمو د امن او ثبات خپل کردار لوبول جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG