بنو: د شمالي وزيرستان د ټولو سياسي ګوندونو اتحاد د دې سيمې د کډوالو د ستنولو په عمل کې د چټکۍ غوښتنه کړېده.
د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د بيلا بيلو سياسي ګوندونو ځاي مشرانوپه یو غونډه کې دا غوښتنه وکړه.
د پاکستان پيپلز پارټۍ يو مشر شمس الرحمان وويل ، که چېرې د شمالي وزيرستان د کډوالو په ستنېدو کې ځنډ راغی نو د سېمي سياسي ګوندونه ، اتمانزۍ جرګه او د شمالي وزيرستان د ځوانانو تنظيم به په پرامنه احتجاجونو لاس پوری کړي.
په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴م کال د جون پر پنځلسمه نېټه د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو چې لا هم روان دي.
د دې پوځي عملیاتو له کبله د شمالي وزیرستان له بېلا بېلو سیمو تر لس لکه – یو میلیون -زیات کسان بې کوره شو چې زیاتره د خیبر پښتونخوا په بنو کې مېشت دي.
دا بې کوره کړل شوي خلک په وار وار د جرګو له لارې د پاکستان له حکومتي او پوځي مشرتابه غوښتنه کوي چې دوی دي خپلو سیمو ته ستانه کړي.