د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر ډیورنډ کرښه پارونې به د افغانستان پاکستان اړیکې لا خرابې کړي"


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت خبرداری ورکړی چې که پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پارونې بندې نکړي نو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به کړکېچ لا زیات شي.

پراګ: د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت خبرداری ورکړی چې که پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پارونې بندې نکړي نو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به کړکېچ لا زیات شي.

دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند ویاند شکېب مستغني د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وکړې.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان سرحدي ځواکونو د شورو په شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د انګورو اډې په سیمه کې له پاکستاني عسکرو سره نښته وکړه.

د افغانستان د سرحدي پولیسو په وینا ، دا نښته له هغه ورسته وشوه چې د دوی په وینا ، پاکستانیو ځواکونو غوښتل چې د افغانستان په خاوره کې پوځي ځایونه جوړ کړي.

د افغانستان د بهرانېو چارو وزارت وياند زياتوي ، په کابل کې د پاکستان سفیر ته ويل شوي چې پاکستان باید د انګورو اډې په سیمه کې د ځایونو له جوړولو ډډه وکړي.

همداراز چارواکو وړمه ورځ په کندهار کې یو پاکستانی سفارتکار ونیوه خو وروسته یې په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپاره.

په اسلام آباد کې افغان سفیر هم د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ته حاضر شو او د پاکستاني ډيپلومېټ د نیول کېدو په اړه ترې وضاحت وغوښتل شو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG