د پېښور های کورټ په خېبر پښتونخوا کې د بلدیاتو ضمني انتخابات ځنډولي دي.
عدالت دا فېصله نن (جمعه) غرمه د مردان واکمن ګوند د پاکستان تحریک انصاف د یو ځايي مشر زاهد دراني په درخواست واوروله.
عدالت له صوبایي حکومت او انتخاباتي کمېشنه تر ۱۴م جولای پورې جواب غوښتی دی.
ټاکل شوې وه چې د پښتونخوا په ۱۴ ضلعو کې به په ۳۵۸ پولینګ سټېشنونو د جولای په پنځمه ضمني انتخابات کېږي.
له دې وړاندې د مې میاشتې پر ۳۰مه په ټوله صوبه کې بلدیاتي انتخابات وشول خو د درغلیو د تورونو او تاو تریخوالي د شکایتونو په نتېجه کې صوبايي حکومت او انتخاباتي کمېشن په یو شمېر پولنګ سټېشنونو له نوي سره د انتخاباتو کولو فېصله وکړه.