د لاسرسي ځای

مسکو - د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سېرګې ریابکوف وايي، ایران او د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه اټومي تړون ته نېږدې شوي.

بېګا تاس خبري اژانس په ویانا کې د ریابکوف له خولې خبر ورکړ چې ((ټولې خواوې نظر لري چې په راتلونکو ورځو کې به دا مسله هواره شي.))

د روسیې دې لوړپوړي مرکچي دا هم وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو تهران ته سفر په مذاکراتو کې د موضوع د ((لا روښانولو)) مرسته وکړه.

د ایران، برتانیې، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او امریکا مرکچیان د ایران اټومي پروګرام پر محدودولو او په بدل کې یې پر هغه هېواد د لګېدلو اقتصادي بندیزونو نرمولو په اړه جامع تړون ته د رسېدو هڅې کوي.

ټولو خواو تړون ته د رسېدو لپاره د روانې (جولای) میاشت اوومه نېټه ټاکلې.

تر دې مخکې نړیوالو د جون ۳۰مه نېټه ټاکلې وه چې تړون ته ورسېږي.

غربي هېوادونه اندېښنه لري چې ښايي ایران اټومي وسلې جوړې کړي نو ځکه ورڅخه غواړي چې د اورانیمو غني کول دې محدود کړي. تهران دا تور ردوي او وايي اټومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG