د سوات د بریکوټ په شموزو کې وسله والو د پاکستان مسلم لیګ یو مشر او پخوانی ناظم عدالت خان وژلی.
د زیارت پر مازیګر چې عدالت خان لمونځ لپاره جومات ته روان وو نو پر موټرسایکل سپرو وسله والو ورباندې ډزې وکړې او و یې وواژه.
تر دې وروسته پولیسو او پوځ په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړل او د شموزو په خواوشا کې یې کرفیو یا ګرځبندیز ولګاوه.
د دې له کبله یو شمېر خلک له کورونو دباندې په کوڅو او سړکونو کې روژه ماتي ته اړ شول.
تحریک طالبان پاکستان د عدالت خان وژنې پړه منلې.