د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان کډوالو ستنول ښايي کلونه وخت واخلي


بنو - د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان خلکو استازی وايي، د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنولو عمل به کلونه وخت نیسي.

محمد نذیر د زیارت یا پنجشنبې پر ماښام د بنو په رېنګ روډ خیمو کې له مېشتو کډوالو سره د روژه ماتي پر مهال وویل، حکومت ته په کار دي چې د ۱۰۰ یا ۱۵۰ کورنیو پر ځای ډېرې کورنۍ هره ورځ خپلو کلیو ته ستنې کړې.

په روژه ماتي کې د شمالي وزیرستان کډوالو مشال راډيو ته وویل، خوشاله دي چې د وزیرستان له دود سره سم په ګډه روژه ماتی کوي خو غوښتنه یې ده چې ژر تر ژره دې خپلو کلیو ته ولېږدول شي.

په شمالي وزیرستان کې له څه د پاسه یو کال راهیسې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي. سره له دې چې پوځ د ۹۰٪ خاورې پاکولو ادعا کوي خو د کډوالو ستنولو بهیر په بیا بیا له خنډ و ځنډ سره مخامخېږي.

له شمالي وزیرستانه شاوخوا ۱۰ لکه خلک بې کوره کړل شوي دي چې زیاتره یې د نیمه قبایلي سیمې بکه خېلو په کیمپ کې او د بنو په بېلا بېلو سیمو کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG