د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د حقاني او کوټې شورا ډلو پر ضد عملیات وکړي: راین کراکر


په افغانستان او پاکستان کې د امريکا پخوانی سفير راين کراکر
په افغانستان او پاکستان کې د امريکا پخوانی سفير راين کراکر

د چارشنبې یا شورو پر ورځ له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر وخت په افغانستان، پاکستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر وویل، د اسلامي دولت یا داعش وسله واله ډله که هر ځای وي نو ډېره خطرناکه ده، همدا لامل دی چې افغان حکومت باید د دې ډلې په افغانستان کې د شتون رپورټونه جدي ونیسي:

د چارشنبې یا شورو پر ورځ له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر وخت په افغانستان، پاکستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر وویل، د اسلامي دولت یا داعش وسله واله ډله که هر ځای وي نو ډېره خطرناکه ده، همدا لامل دی چې افغان حکومت باید د دې ډلې په افغانستان کې د شتون رپورټونه جدي ونیسي:

((ما له افغان چارواکو سره په هغه هېواد کې د اسلامي دولت د شتون په رپورټونو خبرې کړې دي. زما په فکر، افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ د افغانستان ملګري هېوادونه باید [د داعش] موضوع ډېره جدي ونیسي. په عین وخت کې، داعش به له خپلو دښمنانو لکه طالبانو سره په مقابله شي، په ځانګړي ډول د کوټې شورا له طالبانو سره ځکه چې هغوی د داعش سخت خلاف دي. نو موږ ښايي په راتلونکې کې د طالبانو تر منځ اختلاف او د نورو ډلو جوړېدل ووینو چې پکې به یوه ډله د داعش ضد وي، بله ښايي ورسره یو ځای شي.))

کراکر له پاکستان سره د اړیکو په اړه د افغان ولسمشر اشرف غني پرېکړې وستایلې خو ویې ویل چې اوس اسلام اباد باید د ټولو وسله والو ډلو پر ضد اقدامات وکړي:

((د ولسمشر اشرف غني جراتمندانه اقدام له برکته اوس پاکستان ته موقع په لاس ورغلې چې پوه شي چې په کابل کې ملګری لري. یو داسې ملګری چې له ګډ ګواښ او مسلې سره مخامخ دی. بیا [اسلام اباد] ته په کار دي چې په قبایلي سیمو کې د کوټې شورا او حقاني وسله والې شبکې په څېر ډلو پر ضد عملیات وکړي.))

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کابل و واشنګټن پر دوه اړخیزه امنیتي تړون سربېره، امریکايي ځواکونه ولې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو ډلو پر ضد په عملیاتو کې برخه نه اخلي، پخواني امریکايي سفیر کراکر وویل، که کابل غوښتنه وکړي نو امریکايي ځواکونه به تل ورسره مرستو ته تیار وي:

((کله چې افغان حکومت له ګواښ سره مخامخ وي، نو هغوی دې موږ ته راشي او په عمومي او مشخصه توګه دې له موږه مرسته وغواړي ځکه چې دا هغه څه دي چې [په امنیتي] تړون کې راغلي. نو موږ به له دې تړون سره سم، د افغانستان امنیت ټینګښت لپاره هر هغه څه کوو چې کولای یې شو.))

راین کراکر وویل، له طالبانو سره د سولې کولو دنده د افغان حکومت ده. د ده په خبره، که افغانستان په دې لړ کې ((د امریکا مرستې ته اړتیا لري نو غوښتنه دې وکړي))، خو امریکا ((باید په خپل سر له طالبانو سره)) د خبرو هېڅ هڅه ونکړي. په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر زیاته کړه چې دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ((ښځو ته هم ونډه ورکړل شي)) ځکه چې په سیمه کې به هغه وخت ((اصلي امنیت ټينګېږي چې د ښځو حقونو ته درناوی وشي او د هغوی غږ (ږغ) واورېدل شي.))

XS
SM
MD
LG