د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې څلور وسله وال وژل شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې چارواکي وايي چې د القاعده شبکې د یو مهم مشر په ګډون یې څلور وسله وال وژلي دي.

د پنجاب د کورنیوچارو وزیر شجاع خانزاده د چارشنبېپر ورځ رسنیو ته وویل چې په پاکستان کې د القاعده دا مشر ابدالي نومېدی.

شجاع خانزادهوویل چې دا وسله وال هغه مهال وژل شوي چې پاکستانیو ځواکونو د جون پر نهویشتمه د پنجاب په فیروز والا کې پر یو کور چاپه ووهله.

د پاکستان پولیس وايي په عملیاتو کې د کلاشینکوفونو زیرمه ، راکټ ویشتونکي، د ځانمرګو واسکټونه او نور چاودیدونکي مواد نیول شوي دي.

شجاع خانزادهوویل چې دې وسله والو 5 میاشتې په افغانستان کې د القاعده شبکې په یوه کمپ کې د روزنه ترلاسه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG