د کوټې د سرکي سړک پولیس وايي، نامالومه وسله والو د چارشنبې په ماځيګر د ویلډينګ پر یوه دوکان ډزې وکړې چې درې تنه پکې ووژل شو.
د پولیسو په خبره درې واړه وژل شوي کسان د پنجاب صوبې اوسېدونکي دي.
د دې برید مسوولیت لاهم چا نده منلی. خو په بلوچستان کې له مودې راهیسې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د پنجاب صوبې اوسېدونکي په نخښه کوي.