د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې شپږ افغان کډوال د ګرمۍ تودو څپو وژلي


په کراچۍ کې د افغان کډوالو مشر وايي، چې د کراچۍ ښار په بېلابېلو افغان کډوالو کيمپونو کې د ګرمۍ تودو څپو لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوې دي.

د افغان کډوالو مشر حاجي عبدالله نن (سېشنبه) مشال راډیو ته ویلي چې د سختې ګرمۍ له وجې په مړه شوو شپږو افغانانو کې ښځې هم شاملې دي.

بلخوا د پاکستان وزیراعظم کور نن (سېشنبه) مشال راډیو ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ویليچې نن وزیراعظم نواز شریف د کراچې په دورهدیاو هلته به د ګرمۍ له وجې د مړه شوو خلکود امنیت او د بجلۍ په بحران خبرې کوي.

په سیند صوبه او په تېره بیا په کراچۍ کې له تېرو اتو ورځو راهیسې د سختې ګرمۍله امله تر ۱۲۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG