د لاسرسي ځای

د ایدک قبیلې کډوالو ستنېدل پیل شول


نن د شورو ورځ د شمالي وزیرستان ایدک قبیلي کډوالو ستنېدو لړۍ پیل شوې چې په ترڅ کې یې یو سل کورنۍ خپلو سیمو ته بیرته کډه شوې دي. د مشرانو او چارواکو په وینا چې هره ورځ به یو نیم سل کورنۍ ستنوي. ایدک د داوړو لومړۍ قبیله چې خپلو سیمو ته ستنېږي، او د څلور زرو کورنیو نوملیکنه یې شوې ده. چارواکي وايي، چې د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې شمالي وزیرستان ته ۲۱۰۰ کورنۍ ستنې شوې دي او رجسټرډ شوو کډوالو شمېر تر یو لاک شپږ زرو کورنیو هم اوښتی دی. له بنو د عمردراز ویډيو

XS
SM
MD
LG