د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عملیات چا ته ګټه رسوي؟ ولس ته، که امنیتي ادارو ته؟


په کراچۍ کې له مودې راهیسې د وسله والو پر ضد د رېنجر ځواک عملیات روان دي چې ورباندې ځېنې ګوندونه لکه اېم کیو اېم او پیپلز پارټي نیوکې کوي.

په کراچۍ کې له مودې راهیسې د وسله والو پر ضد د رېنجر ځواک عملیات روان دي چې ورباندې ځېنې ګوندونه لکه اېم کیو اېم او پیپلز پارټي نیوکې کوي.

د شنونکو په اند، دې عملیاتو یوازې د کراچۍ په سطح نه بلکې د پاکستان پر کچ یو ډول سیاسي کړکېچ پیدا کړی دی او د مسلم لیګ (ن)، اېم کیو اېم او پیپلز ګوند تر منځ یې فاصلې هم پراخې کړې دي.

د دې بېلګه د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین وروستۍ ویناګانې دي چې پکې هغه د ((خپلو هلو ځلو جاري ساتلو)) خبره کړې او څو ورځې مخکې د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري هم په خپله وینا کې پر پوځ او سیکورټي اېسټیبلېشمنټ شدید انتقاد وکړ چې وروسته ورباندې د واکمن مسلم لیګ (ن) غبرګون راغی.

کراچۍ مېشت خبریال او شنونکی ضیا الرحمان وايي، اصلاً د کراچۍ ټولو مهمو ګوندونو اېم کیو اېم، پیپلز پارټۍ او عوامي نیشنل ګوند د ناامنیو ختمولو په موخه د عملیاتو ملاتړ کړی وو او په دې لړ کې یې پر یوې موافقې لاسلیک کړی وو.

نو پوښتنه دا ده چې ځېنې ګوندونه ولې اوس د دې عملیاتو خلاف دي؟ ضیا الرحمان وايي، ځېنې ګوندونه دریځ لري چې دا عملیات بې طرفه نه دي:

((کله چې پوځ یا له پوځه ښکته ادارو یانې رېنجرز وغیره عملیات شروع کړل نو د دې پارټیو خلک او غړي هم پکې نیول کېږي، [ځکه چې] د دې پارټیو همدردان هم شته. نو د دې له وجې دوی اوس اعتراض کوي چې دا اپرېشن [یو اړخیزه] دی او دا اپرېشن زموږ خلاف دی. دا وخت که ته وګورې نو تقریباً د ټولو پارټیو خلک نیول شوي دي چې په دې مختلفو جرایمو، لکه [وژنو] یا په بته خورۍ (باج اخیستنه) کې ککړ ول. [په دې کې د] پیپلز پارټۍ، اېم کیو اېم، اې اېن پي، سیندي ملتپالان او سني تحریک [شامل دي.]))

که یوې خوا ته ګوندونه سلا شوي ول چې په کراچۍ کې دې عملیات وشي او اوس یې مخالفت کوي او ګواښونه کوي نو د کراچۍ د عملیاتو ګټه چا ته رسېږي؟

علي ارقم وايي، کراچۍ لوی کاروباري ښار دی چې پکې هم په رسمي اقتصاد او هم په نارسمي کاروبارونو کې د ټولو ګوندونو، ډلو او ادارو خپله ونډه ده:

((کراچۍ [سوداګریز یا کاروباري] ښار دی. دلته په ډېره لویه پیمانه یوې خوا ته [رسمي کاروباري جوړښتونه] دي او بل طرف ته غټ [نارسمي اقتصاد] دی. نو دا ټول پکې [برخوال] یا فریق دي، په څه نا څه طریقه دوی، که سیاسي ګوندونه دي او که پوځ او رېنجرز دي، ټول له [دې اقتصاده ګټه] اخلي. لکه رېنجرز دلته د تعمیراتي سامانونو کمپنۍ لري، هغه ځان ته هم استعمالوي، او بازار ته یې هم ورکوي. رېنجرز په کراچۍ کې لایسنسډ سیکورټي (یا امنیتي) کمپني لري چې بېلا بېلو ادارو او کاروبارونو ته [امنیتي ساتونکي] ورکوي. نو زما په خیال، دا ټول غواړي چې په کراچۍ کې خپله ونډه زیاته کړي. دا هر څه د خپلو ونډو د زیاتولو هڅه یا کوشش دی.))

خو خبریال او شنونکي ضیاالرحمان وايي، که عملیاتو ته ولیدل شي نو تر ټولو لویه ګټه یې ((خلکو ته رسي.)) د ده په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې په هغه ښار کې د سیاسي ناامنۍ لویه پېښه نه ده شوې. ضیا الرحمان زیاتوي، کاروباریانو هم پر امنیتي ادارو فشار زیات کړی وو چې د ښار د امنیت وضع دې ښه کړي، نو که څه هم ((اېم کیو اېم د مهاجرو، پیپلز ګوند د سېندیانو او بلوڅانو، اې اېن پي د پښتنو او سني تحریک د برېلویانو)) په سیمو کې نفوذ لري او د خپلو خلکو ملاتړ ورسره دی، خو د عملیاتو تر ټولو زیاته ګټه ولس ته رسي.

XS
SM
MD
LG