د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ۳۵ وسله وال وژل شوي


د افغانستان د کندهار چارواکي وايي چې په میوند ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پرمهال د طالبانو د يو ولسوال په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي .

د دې ولايت وياند صميم خپلواک نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وويل چې دا عمليات له يوې هفتې راهيسي روان دي او افغان ځواکونو ته پکې زيان نه دی اوښتی.

په همدي حال کې د هلمند ولايت امنيه قوماندان نبي ملاخېل نن (سېشنبه)خبريالانو ته وويل چې نن د دې ولايت پر امنيه قوماندانۍ يو ځانمرګي بريد وشو.

د حملې په وخت يو بريدکوونکي خپل چاوديدونکي مواد والوځول او دوه نور د پوليسو له خوا ووژل شو. د هملند ايمرجنسي روغتون ډاکټران وايي چې بريد ۴۰ ولسي وګړي ټپيان کړي.

طالبانو په دي اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG