د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ځانمرکي برید دوه کسان وژلي


د هلمند امنیه قومندان وايي چې د دغه ولایت پر امنیې قومندانۍ په نننۍ ځانمرګي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

نبي جان ملاخېل تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې برید کوونکي درې کسان وو چې لومړي کس پر امنیه قومندانۍ موټر بم ځانمرکي برید وکړه او وروسته د دوو نورو برید کوونکو غوښتل چې قومندانۍ ته ننوزي چې د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.

ملاخېل زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې د امنیه قومندانۍ منسوبینو ته زیان نه دی رسیدلی.

خو د دغه ولایت د ایمرجنسي روغتون مسولینو مشالي راډیو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه۴۰ ټپیان ور وړل شوي چې دوه یې پولیس دي.

تر دا مهاله د پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG