د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د نوي نړیوال بانک کوربه توب کوي


چین د نوي نړیوال بانک، د اسیا بنسټیزجوړښت پانګونې بانک د پرانستلو د مراسمو کوربه دی. دا بانک به له نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک سره سیالې کوي.

د ۵۷ هېوادونو استازو نن په پینکنګ کې سره وکتل او هغه سندونه یې لاسلیک کړل چې د هر غړي هیواد د پانګونې ونډه پکې ټاکل شوې ده.

چین به د دغه نوي بانک د لومړنۍ پانګې په سلو کې دېرش برخه ورکوي او په سلو کې ۲۶ د رایو حق به ولري.

هند د نوي نړیوال زیربنایي بانک په سلو کې اته اعشاریه څلور پانګونه کوي او روسیه به ددغه بانک درېم ستر پانګه اچونکی وي او په سلو کې ۶ اعشاریه ۵ پانګونه کوي.

آسترالیا، بریتانیا، جرمني او جنوبي کوریا ددغه نوي بانک د بنسټ ایښودونکو په ډله کې دي. د امریکا متحده ایالات او جاپان په دي بانک کې غړیتوب نلري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG