د لاسرسي ځای

لاهور: د ځانمرګي بریدګر په ګډون ۴ وسله وال ووژل شول


لاهور: د پولیس په عملیاتو کې د وژل شوو مړي د پېښې له ځایه په امبولانسونه کې وړل کېږي. ۲۹م جون ۲۰۱۵

لاهور: د پولیس په عملیاتو کې د وژل شوو مړي د پېښې له ځایه په امبولانسونه کې وړل کېږي. ۲۹م جون ۲۰۱۵

د پاکستان پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځانګړي ځواک نن سهار په لاهور کې پر یوه کور یرغل وکړ او څلور تنه طالبان یې ووژل.

دا حمله د لاهور ښار په ختیځ کې د فیروزوالا ښارګوټي په پټان کالونۍ کې شوې ده.

د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده فرانس پرېس آژانس ته وویل، دوی ته استخباراتي معلومات رسېدلې ول چې مشکوک وسله وال په دغه کور کې دېره دي، کله چې پولیس هلته واستول شول، وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

خانزاده وایي، دري تنه وسله وال په ډزو ووژل شول او څلورم یې په ځان پوري تړلي باروت وچول او له منځه ولاړ. دی وایي، دوه نور وسله وال ټپیان شوي او نیول شوي دي.

د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزیر وایي، دا کسان د تحریک طالبان پاکستان غړي ول.

XS
SM
MD
LG