د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرګې لاوروف به له خپل امریکايي سیال سره ګوري


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به نن په ویانا کې له خپل امریکایي سیال جان کېري سره وګوري.

سرګې لاوروف په مسکو کی خبریالانو ته وویل، ډېر ژر به د خبرو لپاره ویانا ته ولاړ شي، خو ډېر څه یې ونه ویل.

کېري، د ایران، بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران د اروپایي اتحادیي، روسیې او چین له چارواکو سره یوځای د ایران اټومي پروګرام پر لانجه د بحث لپاره په ویانا کې دي.

د خبرو لپاره سبا د جون دېرشمه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده، خو جګپوړو چارواکو ویلي، دا نیټه ښايي د یو څو ورځو لپاره وغځول شي.

د دې خبرو موخه د یو داسې جوړجاړي رامنځته کول دي چې له مخي به یي ایران خپل اټومي فعالیتونه راکموي او په مقابل کې به ورباندې نړیوال بندیزونه کم شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG