د افغانستان دفاع وزارت وايي؛ د ننګرهار په کوټ او خوګیاڼۍ ولسوالیو کې یې اسلامي دولت ډلې ته د منسوبو جګړه مارو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره یوې ګډې خبري غونډه ته وویل، هره وسله واله ډله به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شي:
«د افغانستان دفاع وزارت د کوټ او خوګیاڼیو په ولسوالیو کې د ترهګرۍ ډلو پتېره بیا د داعش د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي دي. هره ډله چې وي تر هغې چې ورکه شوي نه وي؛ موږ په دې برخو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوو؛ د دې عملیاتو معنا دا ده چې موږ خپل چمتوالی لرو»
بلخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چې تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې به له افغانستانه د بېلابېلو وسله والو بستره ټوله شي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د مخالفینو د پېژندو د امکاناتو نه شتون او دا چې دا وسله والو له سرحدونو څخه را اوړي هغه علتونه یادوي چې ناامني یې زیاته کړي ده:
«مخالفې ډلې باید پوه شي چې له دې پرته چې یا تسلیم شي او یا د اکثره افغانانو غوښتنې ته چې د سولې پروسه ده؛ غاړه کیږي، بله لار نه لري. اوس زموږ هوايي عملیات ډېر شوي او موږ هغه سیمې چې ډېر لرې دي؛ ټولې د هوا له لارې اکمالوو»
په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي؛ له ډار اچوونکو ډلو سره یې د مبارزې په چلونو «تاکتیک» کې بدلون راوستی او عملیات یې هم پراخ کړي دي.
له دې سره د افغانستان جمهوري ریاست د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت ډلې د ځپلو لپاره یې ملي پالیسي تصویب کړي چې په اغیزمنتیا یې ډا ډمن دي.