د لاسرسي ځای

له افغانستان بانکه غلا شوې ۷۶میلیونه افغانۍ بیرته ترلاسه شوې


د افغانستان بانک سرپرست وایي، د کندهار د امنیتي ځواکونو په مرسته وتوانیدل چې د دې بانک شپږ اویا میلیونه افغانۍ غلا شوې بیرته ترلاسه کړي.

د دې بانک سرپرست خان افضل هډوال نن خبریالانو ته وویل چې دا پیسې څو میاشتي مخکي په سپین بولدک ولسوالی کې د افغانستان بانک له نمایندګی د یوه کار کوونکي لخوا غلا شوې وې:

«تقریبآ څو میاشتې وړاندې د سپین بولدک په نماینده ګۍ د بانک یو تن کار کوونکی 76 مسلیونه افغانۍ په سرقت وړې وې، چې تیره ورځ خوشبختانه د کندهار دامنیتي ځواکونو اونورو ادارو په مرسته وتوانیدو چې دا پیسې بیرته حکومت ته وسپاري او هغه شخص هم دې کار ته حاضر شو»

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان بانک د نمایندګۍ پخواني مدیر سیداحمدآغا دا پیسې پرون د څارنوالانو او خبریالانو په مخکې د افغانستان بانک خزانې ته تحویل کړې.

سیداحمد آغا وايي چې دا پیسې یې د غلو او فاسدو کسانو د غلا له وېرې د پاکستان چمن سیمې ته وړې وې.

XS
SM
MD
LG