د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان دولت ضد جګړه مار به په شپږو میاشتو کې دننه خپل زور وبایلي


 نورالحق علومی د افغانستان کورنو چارو وزیر
نورالحق علومی د افغانستان کورنو چارو وزیر

د افغانستان کورنیو چارو وزیر وايي، حکومت له ترګرو سره د مبارزې لپاره له ګاونډیو او د منځني اسیا له هېوادونو د پوځي سامان الاتو غوښتنه کړې ده.

د ناامنیو زیاتېدل او په افغانستان کې د سلګونو جګړه مارو شتون د افغان امنیتي چارواکو د مرستې لاس د منځنۍ آسیا د هېوادونو لورته اوږد کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر چې د وروستیو ناامنیو، د طالبانو لاس ته د ځينو ولسوالیو د لوېدو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه د مشرانو جرګې د پوښتنو ګروږنو «استجوابیه» غونډې ته بلل شوی و؛ خبرداری ورکوي چې وسله وال مخالفان به له شپږو میاشتو څخه تر زیات مودې لپاره نور د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ونه شي درېدلای.

ښاغلی علومي د افغانستان په شمال کې د بهرنیو جنګیالیو حضور نه یوازې دا چې د دغه هېواد لپاره یو ستر ګواښ ګڼي بلکې وایي چې دغه جنګیالي د افغانستان له خاورې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د نا امنه کولو لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.

د کورنیو چارو وزیر وايي چې د همدغو مخالفانو د له منځه وړلو لپاره یې د منځنۍ آسیا د هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړي او په دغو کتنو کې یې له هغوی څخه پو ځې تجهیزات غوښتي دي:

((له شماله مو وروستی راپور دا دی چې هغوی له کورنیو سره اوسېږي او بهرنۍ ریښه لري، دوی په ریښتیا غواړي چې د افغانستان د شمال په ګاوڼدیو هېوادونو فشار راوړي؛ موږ دا خبره هغوی ته کړې ده؛ هغوی ته مو ویلي چې افغانانو تاسې ته ځانونه سپر کړي دي او تاسې هم باید په دې اړه پام وکړئ؛ موږ هیله نه لرو چې له خاورې څخه مو څوک استفاده وکړي؛ هغه وسایل او تجهیزات چې لري یې له افغان حکومت سره یې مرسته وکړي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG