د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نواز شریف کراچۍ ته تګ وځنډاوه'


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د کراچې دوره نن د ځني سرکاري مصروفیاتو له وجې ملتوي کړل شوه.

وزیراعظم نواز شریف چې نن به یو ورځنې سفر لپاره کراچې ته تلو ، په دې دوره کې به ورته د کراچې صورتحال ، د ګرمې له وجې د خلکو په مرګونو ، د توانایې بحران او د کراچې د بجلې د نظم ادارې کې الیکټرک په معاملو بریفینګ ورکړې کیدو.

د پاکستان سرکاري ټي وي په وینا چې وزیراعظم نواز شریف به د کراچې دا دوره اوس د چارشنبې په ورځ کوي.

بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند چیرمین بلاول بهټو زرداري تیره ورځ د کراچې د سول هسپتال دوره کړې وه چرته چې نوموړي د مریضانو عیادت کړې وو.

د یادونې وړ ده په کراچې کې د سختې ګرمې ، د بجلې او اوبو کموالې له وجې د زرو نه زیات کسان مړه شوې دي او تیره ورځ تر پنځلس زیات کسان له سختې ګرمۍ وژل شوي وو.

د وزیراعظم دوره ملتوي کیدو په اړه د تحریک استقلال مشر رحمت خان وردګ وایې چې باید چې وزیراعظم نن په ترجیحي بنیادونو دوره کړې وې ځکه چې کراچې خو صنعتي هلو ځلو مرکز دې.

،، د کراچې د اوسني حالاتو وفاقي او صوبایې حکومت دواړه ذمه واره دي خو وفاقي حکومت ډیر ذمه واره دې پکار خو دا وه چې هغې کراچې ته راغلې وو ، خلکو ته یې سهولیات ورکړې وې. وفاقي حکومت په وینا چې موږ شل شل ګهنټې لوډ شیډنګ صنعتونو کې نه کوو چې پیداوار سیوا شي. که دوي کم از کم اته یا لس ګهنټې بجلي په کراچې او حیدر اباد کې بجلې اولس ته ورکوله نو د وفاقي حکومت به چا مخالفت نه کولو ،،

د سیاسي چارو کار پوه سلیم احمد په وینا چې نه صرف په وخت د کراچې دوره نه کولو به ولس ته یو منفي پیغام ځي بلکې راتلونکې کې به هم د دې منفي اثرات وي.

،، وړومبې شاه خوا د دولس دیارلسو سوو کسانو مړه کېدل څه عام پیښه نه ده، دویمه خبره دا ده چې د نوازشریف په حکومت دا تور بیا بیا لګېږي چې دوی د لاهور علاوه بل یو ځای ته خاص اهمیت نه ورکوي نو دا تورونه ځای نیسي او دریم دا چې د وزیراعظم د دورې خپل یو اهمیت وي چې پکې دا محسوسیږي چې حکومت د خپلو ذمه واریانو نه غافل نه دې نو د دې خبرو له وجې ولس ته د موجوده حکومت په اړه یو منفي پیغام رسي،،

واضحه دې وي وفاقي حکومت او د سند صوبې حکومت دواړه په یو بل د ذمه واري نه اخیستو تور لګوي.

تیره ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن ویلې وو چې هغه د ګرمې له وجې د حالاتو مکمل ذمه واره د کراچې د بجلې د نظم اداره کې الیکټرک او د اوبو او دبجلې وفاقي ګرځوي.

XS
SM
MD
LG