د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجاب د بلوچستان بهرني فنډونه اړوي'


د بلوچستان صحت صوبايي وزیر رحمت بلوڅ
د بلوچستان صحت صوبايي وزیر رحمت بلوڅ

صوبايي وزیر رحمت بلوڅ وايي، د سيو دي چلډرن نومې موسیسې له خوا چې په بلوچستان کې کوم کارونه کېدل، پنجاب هغه ټولې پروژې له دغې صوبې خپلې صوبې ته اړول غواړي،

د بلوچستان صحت څانګې وزیر رحمت بلوڅ وايي، د پاکستان مرکزي حکومت له بلوچستانه د ماشومانو ژغورنې ادارې »سېو دې چلډرن» پروژې پنجاب ته منتقل کړي، چې له کبله به يې د بلوچستان په پسماندګۍ کې نور زیاتوالی وشي او په پاکستان کې به د صوبو تر منځ کرکه نوره زیاته شي.

د صحت څانګې وزیر میررحمت صالح بلوڅ د اتوار په ماځيګر په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، د پاکستان مرکزي حکومت د پنجاب په خوښه له بلوچستانه د ماشومانو لپاره د کارکوونکې ادارې سيو دي چلډرن ټولې پروژې پنجاب ته اړوي، چې د ده په خبره له همدې سره به د بلوچستان په پسماندګۍ کې نور زیاتوالی وشي، او د صوبې د ماشومانو پر صحت او تعليم به يې بدې اغیزې ولوېږي.

د سيو دي چلډرن په نامه بهرنۍ موسیسه چې په بلوچستان کې يې د صحت او تعليم په څانګو کې د حکومت ملاتړ کاوو، په ګڼو سیمو کې يې د مليريا ناروغۍ د مخنيوي لپاره کار کاوو. رحمت بلوڅ وايي، پاکستان چې ديادې مووسسې د بندولو اعلان يې کړی، دا مووسسه په پاکستان کې نه، بلکې يواځې يې په بلوچستان کې بنده کړې.

؛ په دې وروستيو کې د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې وه، چې سيو دي چلډرن به په پاکستان کې بندېږي. خو زه دا وايم، چې دا يو سازش وو، او د همدې سازش له لارې يې يواځې په بلوچستان کې بندول غواړي. چې له دې څخه به دلته بېخي زیات وګړي اغېزمن شي؛.

رحمت بلوڅ وايي، د سيو دي چلډرن نومې مووسسې له خوا چې په بلوچستان کې کوم کارونه کېدل، پنجاب هغه ټولې پروژې له دغې صوبې څخه خپلې صوبې ته اړول غواړي، چې ددوي حکومت او سیاسي ګوندونه به يې کله هم پرې نږدي.

؛ له بلوچستان صوبې سره چې دا کوم زیاتی کېږي، موږ به ددې کلک مخالفت کوو. غندنه به يې کوو، او له هرې سیاسي او جمهوري لارې به يې مزاحمت کوو. او موږ به د بلوچستان له ځوانانو سره دا زیاتوب کله هم نه پرېږدو؛.

سېو دي چلډرن نړیوالې خیريه ادارې چې په کوټه، زیارت، لورالايي، پښين، ګوادر، چاغي او د لسبيلې په شمول يې د بلوچستان په شاوخوا څوارلسو ضلعو کې د صحت او تعليم په برخه کې کار کولو، د رحمت بلوڅ په خبره ياده اداره به د روانې مياشتې تر پايه په بلوچستان کې خپل ټول دفترونه وتړي او د دغې صوبې د ټولو پروژو فنډونه به پنجاب ته منتقل کړي.

د صحت د څانګې وزیر رحمت بلوڅ په دې خبري غونډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف، د کورنیو چارو له مرکزي وزیر او نورو اړونده چارواکو څخه خواست وکړ، چې د بلوچستان د وګړيو د ښه سباوون په خاطر دې د يادې مووسسې کار ته په دغه صوبه کې د جاري ساتلو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG