د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د څړبني نوی پل جوړ او پرانیستل شو


نن د شنبې پر ورځ په خوست کې د څړبني په نوم نوی پل چې د خوست ښار د ازادۍ مینې حلقوي سړک له اداري کمپلیکس، ولایتي روغتون او د کابل له عمومي سړک سره نښلوي، د نړیوال بانک د نږدې اولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نن د شنبې پر ورځ په خوست کې د څړبني په نوم نوی پل چې د خوست ښار د ازادۍ مینې حلقوي سړک له اداري کمپلیکس، ولایتي روغتون او د کابل له عمومي سړک سره نښلوي، د نړیوال بانک د نږدې اولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد پل ودانیزې چارې چې د یو کال په موده کې بشپړې شوي، خلک به په دې لاره نږدې حکومتي ادارو او ولایتي روغتون ته تګ او راتګ کولای شي.

د څړبني پل د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې مخکې خلک او مامورین د کمپلیکس ساحې ته د کابل د عمومي سړک له لارې راتلل، چې له یوې خوا يې لاره اوږده وه او بل لوري ته په هغه لار د ګاډو او وسایطو ډېره ګڼه ګوڼه وه، چې د دې پل په جوړیدو سره به دا ټولې ستونزې حل شي.

ده زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي، چې په خوست کې د بیارغونې بهیر نور هم چټک او اغېزمن کړي.

حکم خان حبیبي د پل د لګښتونو او نورو ودانیزو چارو په باب خپل مالومات داسې وړاندې کړل:

((نن د خوست د انکشافي چارو په لړ کې یوه ډېره مهمه پروژه چې د څړبني د پله پروژه ده، چې 28.2متره اوږدوالۍ لري، د نړیوال بانک له خوا يې لګښت ورکړل شوی، البته د کلیو د پراختیا او بیارغونې د وزارت په چوکاټ کې د دې پروژې عمومي لګښت 16.7میلیونه افغانۍ ده او چارې يې تقریباً د یو کال په موده کې بشپړې شوې دي، ډاډ درکوم چې د خوست د پرمختیا لړۍ به د پخوا په تعقیب لا چټکه او تیزه شي.))

په خوست کې د ملي پیوستون د برنامې مشر انجینر بصیر وویل، چې په دې ډیزاین په افغانستان کې لږ پلونه جوړ شوي دي.

ده وویل تر دې وروسته خلک کولای شي، چې په لنډه لار او په کم وخت کې ولایتي ادارو او ولایتي روغتون ته ورشي:

((دا پل چې په ځانګړي ډیزاین په خوست کې تطبیق شوی ده، فکر کوم په دې ډیزاین به په افغانستان کې دا ډول پلونه کم وي، د دې اهمیت په دې کې دی چې د خوست اداري کمپلیکس، ولایتي شفاخانه د خوست ښار سره په دویمه لاره چې د ازادۍ مینې نه تیریږي نښلوي او خلک به په لنډ وخت کې او نږدې لارې ولایتي ادارو او شفاخانې ته رسیده ګي کولای شي.))

د یادونې وړ ده په وروستي یو کال کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ یو شمېر لوی او واړه پلونه جوړ شوي او په ځنو يې کارونه روان دي، چې نویو پلونو په ځانګړي ډول په باراني موسمونو کې خلکو او ګاډو ته په تګ او راتګ کې اسانتیاوې ډېرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG