د لاسرسي ځای

تیونس: د ۳۹ کسانو تر وژنې وروسته اتیاجوماتونه تړي


د تیونس حکومت په هیواد کې د هغو ۸۰ جماتونو د تړلو پریکړه کړې چې د حکومت له واکه بهر دي.

حکومت دا پریکړه تر هغې وروسته کړې چې د جمعې پر ورځ یو وسله وال د تیونس په یوه سیلاني سیمه کې ۳۹ کسان په ډزو وویشتل او وې وژل.

د تیونس وزیراعظم حبیب ایسید تور لګولی دی چې د دغه جماتونو امامان خلک تشدد ته رابلي او د کورنیو چارو وزارت به په یوه اونۍ کې په هیواد دننه اتیا جماتونه وتړي.

د تیونس په ساحلي سیمه کې د ترهګر برید پړه د داعش وسله والې ډلې منلې ده. په دې برید کې وژل شوي ډېر کسان له اروپايي هیوادونو تیونس ته سیل ته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG