د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان کډوال وايي حکومت دې خپله ژمنه عملي کړي


د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شوي خلک وايي د حکومت لخوا ورته د مياشتې پر سر ورکړل کيدونکې مالي مرستې ځنډول شوي دي.

دغه کډوال وايي چې حکومت له دوی سره ژمنه کړې وه چې د مياشتې پر سر به هرې کورنۍ ته دولس زره روپۍ ورکوي خو له هم په سلګونو کسانو ته له څو مياشتو راهيسې دغه پيسې نه دې ورکړل شوي.

د قبايلي سيمو لپاره له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې پر دې اړه مشال راډيو ته له څه ويلو ډډه کړی.

ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې شاوخوا يوه کال مخکې د وسله والو پرضد د شورو پوځي عملياتولږ تر لږه لس لکه خلک بې کوره شوي دي چې زياتره يې په بنو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG