د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د خېبر پښتونخوا حکمران ګوند د بجلۍ لپاره مضاهره وکړه”


د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند تحريک انصاف په مشرۍد جمعې پر ورځد صوبې په بېلا بېلو سیمو کې د بجلۍ لوډ شيډنګ له وجې د مرکزي حکومت پر ضد احتجاجي مظاهرې وشوې.

په دې ترڅ کې د پېښور په احتجاجي مظاهره کې د صوبايې اسمبلۍ غړو ،د ياد ګوند د پارټۍ ممبرانو او په لسګونو غړو يې ګډون وکړ.

د مظاهرې مشري کونکي د صوبايې اسمبلۍ غړی ياسين خليل مشال راډيو ته وويل که چېرې مرکزي حکومت خېبر پښتونخوا ته د بجلۍ پوره برخه ورنه کړه نو دوی به خپل احتجاج تر اسلام اباده پورې وغځوي.

د جمعې پر ورځ وفاقي حکومت ويلي وو چې په ملک کې ۱۵۰۰۰ مېګاواټه بجلي پيدا کېږي خو د بجلۍ ضرورت ۲۱۰۰۰ مېګاواټه ته رسيدلی مګر بيا به هم هڅه کوي چې د بجلۍ په لوډشېډنګ قابو ومومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG