د لاسرسي ځای

افغان امنیتي ځواکونو د نورستان وانت وایګل ولسوالۍ بېرته ونیوله


افغان چارواکي وايي چې د نورستان ولایت وانت وایګل ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

دا ولسوالي د جمعې پر ورځد وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده خو طالبان له دولتي ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته په شاتګ ته اړوتل.

د وانت وایګل ولسوال رحمت الله رحمت مشال راډیو ته وویل چې ولسوالي اوس په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو تر ادارې لاندې ده:

((وانت وایګل ولسوالۍ بېرته د مازیګر پاو کم پنځه بجېد دولت د قواوو لاس ته ورغله او د افغانستان بیرغ اوس هلته رپېږي.))

په همدې حال کې د کورنیوچارو د وانت وایګل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د تصفیوي عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG