د لاسرسي ځای

پر ملتپالو د غدارۍ تورونه ولې لګېږي؟


باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزی او ولي خان د پښتنو سترې ملي څېرې

باچاخان، عبدالصمدخان اڅکزی او ولي خان د پښتنو سترې ملي څېرې

د پاکستان له جوړیدو وروستو د باچا خان، عبدالصمدخان اڅکزي، جې ایم سید، او د شېخ مجیب الرحمان په ګډون ګڼو سیاسي او مذهبي مشرانو ته د غدارانو یا بهر ملکي ایجنټانو خطابونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان په سیاسي تاریخ کې وخت په وخت پر هغو ملتپاله مشرانو د غدارۍ تورونه لګول شوي دي چې د خپلو ولسونود حقونو لپاره يي اواز اوچت کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان له جوړیدو وروستو د خان عبدالغفارخان، عبدالصمدخان اڅکزي، جې ایم سید، شېخ مجیب الرحمان ذوالفقارعلي بوټو او مولانا مودودي په ګډون یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو ته د غدارانو یا بهر ملکي ایجنټانو خطابونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان ریاست له دې لارې څه حاصلول غواړي؟ په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او د پارلیمان پخوانی غړی رضا محمد رضا وايي ـــــ له دې لارې د یوې صوبې پوځ او سیاستدانان د نورو قامونو دولت او وسیلې تروړلي دي، نوموړې زیاتوي:

رضا محمد رضا

د سیاسي چارو کارپوه او د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخوانی مشر افراسیاب خټک وايي د پاکستان په قومي بیانیه او د نصاب په کتابونو کې د دې سیمې د ولسونو زرګونه کاله تاریخ ترشا پرېښودل شو او په ولسونو جبري یو رنګوالی اوتپل شو ـــــــ او بیا هغه خلک د غدارانو په نوم یاد کړل شو چې دغه جبري یو رنګ والې يې نه منلو. افراسیاب خټک وايي:

په دغه اړه د سیاسي او کلتوري چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین وايي:موږ که د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته وګورو نو هلته نه یوازې بېلابېلو قامونو او ولسونو ته په ریاست سازۍ او فیصله سازۍ کې برخه ورکړل شوه بلکې د ولسونو د سماجي خدماتو لپاره يې داسې نظامونه هم جوړ کړل چې د خلکو غوښتنې او ستونځې يې په وخت ومنلې او هوارې يې کړې. خو په پاکستان کې داسې ونه شول. وجه يې څه وه
؟

په دې نیزدې وخت کې هم چې کله ځني ملت پاله ګوندونو د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ په معامله اوازونه اوچت کړل نو هغوز ته د «را» ایجنټان وویل شول. که چیرې دا پالیسي هم دغه شان دوام وکړي نو پاکستان ته د ریاست په توګه څه زیان رسولای شي.

په دغه اړه یو ځل بیا افراسیاب خټک

د یادونې وړ ده چې وخت په وخت په پاکستان کې سیاسي مشران په بیلا بیلو نومونو یاد کړل شوي دي ، د هغوي پر ضد په عدالتونو کې مقدمې شوي دي او سزاګانې ورته ورکړل شوي دي خو داسې ډیر کم شوي دي چې کوم پوځي مشر هم د غدار په نوم یاد شوي وي او یا ورته د خپلو ذمه وارو په ټیک توګه نه پوره کولو له کبله د کوم عدالت له خوا سزا اورول شوي وي.

XS
SM
MD
LG