د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې د ملکي ماموریت پیلولو ژمنه کړې


ناټو اتحاد په افغانستان کې د خپل اوسني ماموریت په پای کې د ملکي ماموریت پیلولو ژمنه کړې.

د ناټو دفاع وزیرانو تېر مازیګر په برسلز کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل، نوی ماموریت به د اوسني ((غوڅ ملاتړ)) په نوم د ماموریت ځای نیسي. د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ خبري غونډې ته د دې ژمنې پخلی وکړ.

په خبري غونډې کې د وینا پر مهال د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي وویل،ناټو ورسره ژمنه کړې چې د افغان هوايي ځواک د ظرفیتونو په لوړولو کې به ورسره مرسته کوي.

پر دې مهال د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر وویل، هېواد یې د افغانستان د ۲۰۱۷ز کال پر پوځي بودیجې کار پیل کړی دی.

ده زیاته کړه چې د افغان دولت پخوانیو مخالفینو یوازې خپل نوم او بیرغ داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې ته اړولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG