د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بر دیر کې بارانونو او سېلاونو اووه کسان وژلي


د بر دیر د کوهستان پر غرونو د تېرې ورځې تر باران او ږلۍ وروسته سېلاو راغلی چې پکې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

د کلکوټ تحصیلدار ریاض شاهد نن (جمعه) سهار مشال راډيو ته وویل، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ پینځه ماشومان شامل دي.

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بر دیر د کوهستان استازي ملک محمد علي وویل، په سېلاو کې د کلکوټ شاوخوا ۴۰ کیلومیټره سړک، کورونو او ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دا چې حکومت د تګ راتګ لار پرانیستو هڅه کوي.

هلته ضلعي انتظامیې د بر دير په سیند کې د اوبو زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG