د لاسرسي ځای

په سېند صوبه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د ګرمۍ له کبله د وژل شویو شمېر تر ۱۱۰۰ زیات شوی دی.

روغتیايي چارواکي وايي، د مرګ تر ټولو زیاتې پېښې په کراچۍ ښار کې ثبت شوې دي. د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمال بېګا رسنیو ته وویل، که د موسمیاتو ادارې د ګرمۍ شدت زیاتېدو خبر ورکړی وای نو ښايي دومره زیات خلک نه وای مړه شوي.

روغتیايي چارواکي وايي، د پنجشنبې پر ورځ د ګرمۍ شدت پر کمېدو سربېره اوس هم روغتونونو ته د ګرمۍ او جل وهلیو وروړو عمل روان دی.

دوی زیاتوي، په روغتونونو کې سلګونه کسان تر درملنې لاندې دي چې پکې د ځېنو حالت مرګونی دی.

XS
SM
MD
LG