د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د حالاتو خرابیدو ته اندیښمن دی.
نوموړي ویلي، دوی باور لري چې د افغانستان له 34 ولایتونو څخه په 25 کې د اسلامي دولت وسله واله ډله یا داعش فعاله ده.
د روس ایتارتاس خبري اژانس وايي، ولسمشر پوټین د چارشنبې پر ورځ په ماسکو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
حامد کرزی د روس د نړیوالو چارو د شورا په بلنه دې هیواد ته ورغلی دی.
ایتارتاس خبري اژانس د ولسمشر ولادمیر پوتین له خولې لیکلي چې دوی په افغانستان کې د روانو چارو په اړه اندېښنه لري.
نوموړي زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د طالبانو او حتی د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د فعالیت زیاتیدل د اندیښنې وړ ګڼي.