د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېري د ایران پر اټومي پروګرام د خبرو لپاره ویانا ته ځي


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري د ایران د ایټمي پروګرام په اړه په نړیوالو خبرو کې د ګډون لپاره سبا د اسټریا پلازمینې ویانا ته ځي.

دا اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند جان کربي د چارشنبې په ورځ په یو بیان کې وکړ.

ایران او د نړۍ شپږ ځواکمن هیوادونه پر یو داسې تړون خبرې کوي چې په بندیزونو کې د نرمۍ په بدل کې خپل ایټمي فعالیتونه محدود کړي.

له ایران سره پر دې موضوع په خبرو اترو کې برخه لرونکي هیوادونه امریکا، روس، چین، بریتانیا، فرانس او جرمني دي.

په خبرو اترو کې ښکېلو غاړو تاکلې ده چې د روانې میاشتې تر پایه به یو تړون ته رسېږي.

د نړۍ شپږ ځواکمن هیوادونه د ایران ایټمي پروګرام قابو کول غواړي کوم چې ښايي په پوځي توګه استعمال شي.

ایران وايي دوی د ایټمي وسلو جوړولو هڅه نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG