د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسې د جاسوسۍ تور سپينولو لپاره د امريکا سفير ورباله


ویکيلیکس لیکي چې د فرانسې ولسمشرانو ژاک شیراک، نیکولا سارکوزي، او فرانسوا اولاند ټیلیفوني خبرې پیته یا پټې ریکارډ شوې دي
ویکيلیکس لیکي چې د فرانسې ولسمشرانو ژاک شیراک، نیکولا سارکوزي، او فرانسوا اولاند ټیلیفوني خبرې پیته یا پټې ریکارډ شوې دي

فرانس نن په دې هيواد کې د امريکا سفير ورغوښتی د هغو تورونو سپيناوی وکړي چې فرانسوي ولسمشر فرانسووا اولاند يې د امريکا لخوا د فرانسوي چارواکو جاسوسي د نه منلو وړ ګڼي.

ولسمشر اولاند نن تر هغه وروسته د هيواد د امنيتي مشرانو بېړنۍ غونډه رابللې وه چې ويکيليکس پټ اسناد خپاره کړل چې ښيي واشنګټن څو کاله د ولسمشر اولاند او د فرانس د دوو پخوانيو ولسمشرانو جاسوسي کول. د فرانس حکومتي سرچينې وايي چې د هيواد د بهرنيو چارو وزارت نن د امريکا سفير جېن هرټلي د سپیناوي لپاره ور غوښتی دی. ټاکل شوې چې هرټلي به د فرانس د بهرنيو چارو له وزير لارنټ فابيیس سره نن پر ځايي وخت شپږ بجې ماښام وګوري.

د فرانس د حکومت ویاند سټیفان لي فول د مسلې په اړه له امنیتي مشرانو سره د ولسمشر اولاند د بېړنۍ غونډې څو شیبې مخکې ويلي و چې د متحدانو ترمنځ دا عمل د منلو وړ نه دی. لي فول زياته کړه چې فرانس به د هيواد د ملي استخباراتو منتظم پر دغو راپورونو د بحث لپاره واشنګټن ته ليږي.

ویکي لیکس پرون ناوخته هغه اسناد افشا کړل چې ښیي، د امریکا د ملي امنیت ادارې څنګه د فرانس د پخوانيو ولسمشرانو ژاک شیراک او نیکولاس سارکوزي او دغه راز د اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند جاسوسي کړېده.

سپينې ماڼۍ په دې لړ کې له څرګندونو ډډه کړې خو ويلي يې دي چې په عامه توګه دوی يوازې د قانوني قامي امنيت لپاره د خلکو جاسوسي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG