د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۱۲ وسله وال نیول شوي


د هلمند امنیه قوماندان وايي، بېګا شپه يې د یو لړځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو طالب قوماندان او دولس تنه ژوندي نیولي دي.

د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وايي، د سنګين ولسوالۍ د چناري په کلي کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو قوماندان شیراغا او د هغه دولس ملګري نیول شوي دي.

قوماندان وویل، دغه عملیات يې د پخوانيو مالومات پربنسټ ترسره کړي دي او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو د هلمند په بېلابېلو سیمو په خاص ډول شمالي ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په ضد عملیات پیل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG