د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پخوانی جهادي قوماندان دلاورشاه ووژل شو


د دوشنبې پر ورځ ناوخته د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د حصارک په سیمه کې یو تن پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر دلاروشاه د نامالومو وسلوالو له لوري د خپل زوی او وراره سره یو ځای ووژل شو.

د دوشنبې پر ورځ ناوخته د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د حصارک په سیمه کې یو تن پخوانی جهادي قوماندان او قومي مشر دلاروشاه د نامالومو وسلوالو له لوري د خپل زوی او وراره سره یو ځای ووژل شو.

د خوست د تڼیو ولسوال زمري حقمل مشال راډیو ته وویل، چې قوماندان دلاور شاه. زوی او وراره يې کورته په لاره وو، چې ګاډی يې د ناپیژاندو وسلوالو تر برید لاندې راغی او درې واړه په کې ووژل شول.

زمری حقمل وايي، د دوی لومړني تحقیقات ښيي، چې ممکن دا برید د وسلوالو مخالفینو له لوري ترسره شوی وي.

قوماندان دلاورشاه د جهاد پر مهال د حرکت انقلاب اسلامي او بیا يې د عبدالرب رسول سیاف په مشری جهادي تنظیم سره د روس پلوه حکومت پر ضد جګړه کوله.

نوموړی دا مهال د مجاهدینو د اسلامي تحریک مرستیال وو.

قوماندان دلاورشاه په اوس وخت کې مدني او ټولنیز فعالیتونه کول او په خوست کې د وروستیو مدني حرکتونو په تنظم او سمبالولو کې يې مهمه ونډه درلوده.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د نوموړي د وژنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG