په کابل کې د دوشنبې پر ورځ یوه هالنډی ښځه وتښتول شوه.دغه ښځه انجا دی بیر نومیږي او له یوې سویسي موسسې سره یې کارکاوه.
د هالند تیلیګراف ورځپاڼه د یوه چارواکي له قوله وایي چې میرمن دی بیر له تیرو دیارلسو کالو راهیسې په افغانستان کې د مرستې رسولو په مختلفو برخو کې کارکاوه او له یوه کال راهیسې د یوې سویسې خیریه موسسې د عملیاتو مشره وه.
د راپورونو له مخې نوموړې د کابل له هغې برخې تښتول شوې چې بهرنیان پکې ډیرتګ راتګ کوي.