د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې پنځه وسله وال وژل شوي


د افغانستان د بغلان ولایت پولیس د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د پنځه کسیزې ډلې د غړیو د وژل کیدو او نیول کیدو خبر ورکوي.

د بغلان امنیې قومندان جنرال عبدالجبار پردلي وویل، دغې ډلې په دوشي او خنجان ولسوالیو کې ماینونه ایښودل، لارې یې نیولي او وژنې یې ترسره کولې.

پردلي زیاته کړه چې د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د کمین په نتیجه کې د دغې ډلې دوه وسله وال ووژل شول او درې نوریې ونیول شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG