له پاکستانه رارسیدلي راپورونه وايي په سند ایالت کې د ګرمۍ سختې څپې د ۲۲۰ و زیات کسان وژلي دي.
چارواکي وايي، ګرمۍ زیات کسان د سند په مرکز کراچۍ ښار کې وژلي دي چیرته چې د تودوخي لوړه درجه د سنټي ګریټ په حساب ۴۵ درجې ته رسیدلې ده.
راپورونه وايي، په سلګونو نور کسان چې ګرمۍ ځپلي په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د کراچۍ ښار شل ملیونه نفوس لري، او دغلته د بریښنا کمبوت حالات نور هم ترینګلي کړي دي.
د پاکستان د هواپيژندنې اداره اټلکل کوي چې له نن (سېشنبه) به په ملک کې هوا سړه شي.