د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په کابل کې پر ولسي جرګې برید وغندلو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې پر ولسي جرګې ترسره شوې پرونۍ حمله وغندله او د افغان ځواکونو د چټک غبرګون ستاینه یې وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې پر ولسي جرګې ترسره شوې پرونۍ حمله وغندله او د افغان ځواکونو د چټک غبرګون ستاینه یې وکړه.

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف هم ویلي چې دا برید غندي او ترهګر د دواړو هیوادونو شریک دښمنان ګڼي.

پاکستان وايي د ترهګرۍ هره بڼه غندي او پرضد یې د افغانستان سره ګډه همکاري کوي.

په کابل کې د ولسي جرګې پر ودانۍ برید کې اوه واړه بریدکونکي وژل شوي او تر دیرشو زیات ولسي کسان ژوبل شوي وو.

د پاکستان ترڅنګ د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو مشرانو او د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون هم پر پارلمان برید وغانده.

د افغانستان پر ملي شورا د تیرې ورځې له خونړۍ ځانمرګي برید وروسته د ولسي جرګې غړي وایي چې افغان ولسمشر اشرف غني او لوړپوړي امنیتي چارواکي باید ددغه پېښې په باب ځواب ووايي.

د ملي شورا غړیو نن «سېشنبه» د یوې ځانګړې غونډې پرمهال وویل، چې افغانان دا مهال د پاکستان له شومو سازشونو سره مخامخ دي او باید حکومت خپله تګلاره روښانه کړي.

دوی همدارنګه په خپلو تندو څرګندونو کې له ولسمشره وغوښتل باید سپیناوی ورته ورکړي چې له پاکستانيو چارواکو سره یې د پردې ترشا پر کومو مسایلو خبرې کړې او په کومو دلایلو یې له پاکستان سره استخباراتي پوهاوی لیک لاسلیک کړی.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ملي شورا پر ودانۍ د ډلیز برید له امله دوه تنه ووژل شول او له دېرشو ډېر ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG