د لاسرسي ځای

د لوډشېډینګ او ګرمۍ ځپلي روژتیان خیالي سیند ته ځي


په خېبر پښتونخوا کې سختې ګرمۍ او د بجلۍ نشتوالي «لوډشېډینګ» دواړو د خلکو ورځنی ژوند په ټپه درولی دی. د روژې میاشتې په اوږدو تودو ورځو کې لوډشېډینګ ځپلي روژتیان د سیندونو پلو مخه کوي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د چارسدې په خیالي سیند کې له لمبېدونکو ځینو کسانو سره خبرې کړې، هغوی وايي، له ماسپښین وروسته وخت په سیند کې تېروي چې روژه ورباندې اسانه شي.

XS
SM
MD
LG