د لاسرسي ځای

تازه خبر

بکاخېل کېمپ: د پوځيانو په ډزو دوه وزیرستاني کډوال وژل شوي


''د وزیرستان کډوال غوښتنه کوي چې نور په کېمپ کې پاته کېدل نه غواړي، دوی وايي، لاره دې ورکړل شي چې په بنو او يا خوا و شا سيمو کې خپلې خېمې ولګوي.''

د ايف ار بنو په بکاخېل سيمه کې د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شوو کډوالو یوه کېمپ کې د احتجاج دوران د پاکستانیو پوځیانو په ډزو دوه کډوال مړه او نهه تنه نور ژوبل شوي دي.

له سيمې د مشال راډيو خبريال وايي، بېګا ماښام د ګېټ پاس په معامله د وزیرستانیو کډوالو او کېمپ انتظاميي ترمينځ خبرې واوړېدې، وروسته متاثرينو په احتجاج لاس پورې کړو او د کېمپ انتظاميې پر ضد يې نارې ووهلې.

بکاخېل کېمپ تاوتریخوالي: د سترګو لیدلی بیان

د مشال رایو خبریال اسرار عالم مومند د بکاخېل کېمپ له یوه اوسېدونکي سره خبرې کړې او له هغه یې پوښتلي چې د پېښې پر مهال یې په خپلو سترګو څه ولیدل؟

بکاخېل کېمپ تاوتریخوالي: د سترګو لیدلی بیان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پېښې په باب یوه ځايي پوځي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل:

«په ناوخته راتللو د کېمپ انتظامیې ځینې کډوال د کيمپ پر مرکزي دروازه د تالاشۍ لپاره ودرول نو د غال ورستو متاثرينو په احتجاج لاس پورې کړ او کاڼي يې واورول. امنیتي چارواکو د مظاهره چیانو تیت و پرک کولو لپاره اوښکه بهاوونکی ګېس وکارولو. د ځايي استخباراتي ادارو چارواکي وايي چې له ډزو او اوښلن ګيسه دوه کسان مړه او نهه تنه نور ژوبل شول»

له شمالي وزيرستانه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي محمد نظير مشال ريډيو ته وويل، کېمپ ته یې د دورې پر مهال له کډوالو «متاثرينو» سره خبرې وکړې او هغوی دا مطالبه کوي چې نور په کېمپ کې پاته کېدل نه غواړي، دوی وايي، لاره دې ورکړل شي چې په بنو او يا خوا و شا سيمو کې خپلې خېمې ولګوي. خو پوځي چارواکي وايي، ګڼ کډوال په کيمپ کې پراته دي که دوی ټول بل ځايي ته ځي نو کيدای شي چې څه نور مشکل ورته مخې ته راشي نو نن له روژه ماتي پس به يو ځل بيا له متاثرينو سره مذاکرات کوؤ او په دې خبره به یې راضي کوو چې په کيمپ کې پاتې شي.

'د وزیرستان کډوال نور په کېمپونو کې پاته کېدل نه غواړي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بشري حقونو لپاره کارکونکي تنظيم هيومن رائټس کميشن آف پاکستان چارواکې شير محمد خان وايي چې دې متاثرينو خو د ملک د بقا لپاره قرباني ورکړيده نو حکومت له پکار دي چې خيال يي وساتي نه چې ظلم پرې وکړي او زه ګڼم چې دا ډېره ناوړه او د غندنې وړ پېښه ده.

بکاخېل کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو وژنه غندو

د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي غړی، پخوانی سېنېټر او د پاکستان بشري حقونو ادارې پخوانی مشر افراسیاب خټک وايي د بکاخېل کیمپ پر نادارو اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو ډزې د غندنې وړ دي. دی وايي کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي نو حکومت ته پکار ده چې د ستنولو غم یې وخوري نه دا چې ډزې پرې وکړي.

بکاخېل کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو وژنه غندو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د يادونې ده چې د پروسږ کال په جون مياشت کې حکومت په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړل چې لوجې يې تر لسو لکو زياتو خلکو سيمې پرېښودلې او خوندي سیمو ته یې کډې یووړې.

د وزیرستانیو کډوالو خپلو سیمو ته د ستنېدلو لړۍ د سږني کال د مارچ مياشتې له ٣١ مې نېټې پیل شوې وه او د حکومت د وينا ترمخه په لومړۍ مرحله کې به د تحصيل سپينوامتر ١٢ زروزياتې کورنۍ تر راتلونکې مياشتې خپلو سيمو ته لېږي.

XS
SM
MD
LG