د لاسرسي ځای

د غزني « قره باغ » کې د حکومتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې


 د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

د یکشنبې په ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي سرتېرو پر يوه پوسته ځانمرګي بريد کړی چې پکې شپږ تنه سيمه‌ييز پوليس وژل شوي دي.

تر دغه بريد وروسته د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته هم شوې ده، چې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په وراوښتو پای ته رسېدلې ده.

راپورونه وايي طالبانو نن تر غرمې مخکې د قره باغ په شاه غولي سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر يوه پوسته ځانمرګي بريد کړی دی چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته هم شوې او تر ناوخته روانه وه.

په دغه ځانمرګي بريد او نښته کې شپږ تنه سيمه‌ييز پوليس او لس تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي، له چاودېدونکيو توکو په يوه ډک موټر کې سپاره وسله وال ځان د پوليسو له پوستې سره چوولی او نورو ملګرو يې وروسته پر پوسته ډزې پيل کړې دي.دی وايي، په ځانمرګي بريد او نښته کې، دوه تنه پوليس ژوبل شوي هم دي.

خو طالبان بيا وايي، پر پوسته يې ځانمرګی نه، بلکې تاکتيکي چاودنه کړېده.ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، په دغه چاودنه کې يې دوولس تنه پوليس وژلي دي.نوموړی تر چاودنې وروسته په نښته کې د خپلو دريو تنو ملګريو وژل کېدل هم مني.

XS
SM
MD
LG