د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ناراجسترشویو افغان کډوالو ته هم کارتونه ورکوي


د هريپور کیمپ یو کډوال خپل مهاجر کارت سره
د هريپور کیمپ یو کډوال خپل مهاجر کارت سره

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ « يو اين ايچ سي آر » وايي په پاکستان کې مېشت د ناراجسټرشویو افغان کډوالو د ثبتولو پروسه به د راتلونکې مياشتې نه شروع کيږي.

په پاکستان کې د یادې ادارې وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت به د هویت ثبتونې د ملي ادارې « نادرا » په مرسته د راتلونکې يعني جولايي مياشتې نه به د غير راجستر کډوالو ثبتول شروع کوي او په پاکستان کې ميشت نږدې يو مليون ناراجستر افغان کډوالو لپاره دا يوه ښه موقع ده چې ځانونه د حکومت سره راجستر کړي.

د کډوالۍ کارتونه
د کډوالۍ کارتونه

د پاکستان د سرحدونو او د کډوالو د چارو وزارت « سيفران » کې د افغان کډوالو چيف کمشنر ډاکټر عمران زيب وايي چې کله پاکستان حکومت د دې غير راجستر کډوالو رجسټريشن مکمل کړي نو بيا به دوی افغانستان حکومت ته خواست کوي چې دغو نويو راجستر شويو کډوالو ته پاسپورټونه او سفري دستاويزات ورکړي او په دغه اسنادونو به بيا دوی ته ويزې ورکړل کيږي.

د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان کې د مېشتو راجسترشویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده به غزول کیږي او که نه ؟ دنیا اسلم خان وویل :

« په دې اړه د پاکستان حکومت سره زموږ خبرې روانې دي، خو معلومه نه ده چې د کارت لرونکیو کډوالو د پاتې کېدو وخت به زیات کړای شي او کنه ؟ د پاکستان حکومت دې خبرې ته چمتو نه معلومیږي چې په څلور ځل دې د افغان کډوالو د پاتې کیدو وخت نور هم پسې وغزوي. »

دنیا اسلم خان زیاتوي، د پاکستان حکومت غواړي چې د افغان کډوالو د یادې ستونزې کوم دایمي حل راوویستل شي او په دې اړه به په اګست میاشت کې په کابل کې د کېونکې درې اړخیزې غونډې پرمهال کومه پریکړه مخې ته راځي.

د يادونې وړ ده چې دا مهال په پاکستان د ١٥ لکو څخه زيات راجستر شوي کډوال ژوند کوي او دغو کډوالو ته ورکړل شوي پي او آر کارډونو موده به د روان کال تر اخره پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG