د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه ایجنسۍ : ترافیکي پېښې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله


انځور له ارشیفه اخیستل شوی
انځور له ارشیفه اخیستل شوی

چارواکي وايي په کورمه ایجنسۍ کې نن ماسپښین په یوه ټرافیکې پیښه کې یو تن مړ او څلور نور زخمیان شویدي.

د پولیټیکل انتظامیې ترمخه، په « اړولې » سیمه کې د ټل نه صدې ته روان یو شخصي موټر په یوې پیچومې کې د تاویدو پرمهال له موټر چلونکي څخه بې قابو شو او یوې ژورې کندې ته پریوتلو.

یو ځايي چارواکی مشال راډیو ته وویل، په پیښه کې د ژوبل شویو ټولو کسانو حالت ښه نه دی او هغوی د نور علاج لپاره هنګو ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، مړ شوی کس عبدالمالک نومیږی چې د هغه تعلق د مسوزو سیمې سره دی.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې خلک وايي د سرکونو حالت ښه نه دی چې له کبله یې اکثره وخت ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG